په میانمار کې حکومتي ځواکونو ستر قتل عام کړی

د بشري حقونو د یوې سیمه ییزې ډلې او رسنیو د راپورونو له مخې، په میانمار کې د حکومتي ځواکونو له خوا د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان په ډزو وژل شوي او  وروسته د هغوی جسدونه سوځول شوي دي.

1752631

د کارني په نامه د بشري حقونو ډلې ویلي چې دوی د کرسمس په ورځ د  هیواد ختیځ لوري‌ ته پروت  د کایا  ایالت په هپروسو ښارګوټي کې د مو سو کلي ته نږدې سوځیدلي جسدونه وموندل.

ماشومان وژغورۍ په نامه خیریه ټولنې چې په انګلستان کې تاسیس شوی، ویلي چې د دوی دوه کارکوونکي هم ددې پيښې ښکار شوي  او لادرکه دي.

خیریه ټولنې وویل، ددوې دا دوه تنه  کارکوونکي   په نږدې ټولنه کې د بشردوستانه کارونو ترسره کولو وروسته د رخصتیو لپاره کور ته روان وو.

ددې سترې فاجعې عکسونه  چې ویل کیږي د کرسمس په ماښام ترسره شوې، په ټولنیزو رسنیو کې ویرل شوي دي او  د میانمار واکمن پوځي جنتا، چې د فبروري په میاشت کې یې په کودتا کې واک ترلاسه کړ پر خلاف  يي د خلکو سخته غوسه راپارولې ده .

هغه حسابونه  چې دا عکسونه يي نشر کړي‌ دي په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي، مګر عکسونه ښیې چې د سوځیدلو لاریو دننه لږترلږه ۳۰ کسان سوځیدلي پاتې دي.

یوه کلیوال چې د پېښې ځای ته ورغلی اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې قربانیان د میانمار د پوځ او ځايي ملېشو تر منځ له جګړې تښتېدلي وو چې د پوځیانو له خوا ونیول شول او ووژل شول.

اړوند خبرونه