هندوستان د روسیې نه پیرودلي اس ۴۰۰ دفاعي توغندي په پنجاب ایالت کې نصب کړي دي
هندوستان د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم په پنجاب ایالت کې د ځای په ځای کولو نه خبر ورکړی دی.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې هندوستان د روسیې نه پیرودلي د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم په پنجاب ایالت کې نصب او فعاله کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د هندوستان او روسیې ترمنځه د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې هندوستان د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم رانیولی دی. هندوستان د روسیې نه ترلاسه کړي ددې دفاعي توغندیو لومړنۍ دستګاه نصب او فعاله کړه.
د هندوستان د هوايي ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم يي په پنجاب ایالت کې نصب او فعاله کړی دی. دا سیستم به د هندوستان د دفاعي سیستم ظرفیت لا پسې پياوړی کړي.
هندوستان هوايي ځواکونو قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په پنجاب کې نصب او فعاله کړي اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم د ۲۵۰ او ۴۰۰ کیلومترو په مصافه کې جنګي الوتکو، بالستیک توغندیو او په هوا کې د وخت نه مخکې د خبردارۍ او کنټرول الوتکې ، په منځ واټن کې په ۱۲۰ کیلومتره او په لنډ واټن کې په ۴۰ کیلومترۍ کې د ۴ مختلفو توغندیو سره د ویشتو او له منځه وړو توان او ظرفیت لري.
د ویلو ده چې هندوستان په ۲۰۱۵ کال کې د روسیې سره د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو د سیستم په اړه تړون لاسلیک کړی وو.
روسیې د ۴ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو سیستم په ۲۰۱۸ کال کې هندوستان ته په تسلیمولو پیل وکړ.