په فیلیپین کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۲۰۸ تنو ته لوړه شوه.

په فیلیپین کې زورور توپان په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

1749742
په فیلیپین کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۲۰۸ تنو ته لوړه شوه.

په فیلیپین کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۲۰۸ تنو ته لوړه شوه.

د فیلیپین مرکزي‌ او سویل ختیځې برخې د رای په نامه یو ډیر زورور توپان وځپلې.

د فیلیپین د مقاماتو په وینا ددې توپان سرعت چې په ساعت کې ۱۹۵ کیلومتره وو د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې ځپولي‌ دي. په یو زیات شمیر سیمو کې  د برښنا  او مخابراتي‌ شبکو جریان پرې کړی دی. یو زیات شمیر سیمو ته ډیر سخت زیانونه اړولي‌ دي.

همداشان ددې زورور توپان سره چې سیلابونه او بړبړکۍ هم ملګرې وې په ځانګړې توګه د کیبو او بوهول په ګډون په یو زیات شمیر سیمو کې جدي‌ ځاني‌ زیانونه رامنځته کړي‌ دي.

د نوموړي‌ توپان له امله تر اوسه پورې ۲۰۸ تنو مړي‌ موندل شوي‌ او ۵۲ تنه لا درکه شوي‌ دي. همداشان ۲۳۹ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه د پلټنې چارې دوام لري.

د بله پلوه ددې هیواد مقاماتو ویلي‌ دي‌ کیدای شي‌ چې  د توپان په نتیجه کې د رامنځته شوو اورلګیدنو، مځکښویدنو او سیلابونو له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره ډیره زیاته لوړه وي.

د نوموړي‌ طبعي‌ ناورین نه ۷۸۰ زره تنه اغیزمن شوي‌ دي. څه باندې ۳۰۰ زره کلي‌ تخلیه شوي‌ .

د فیلیپین پوځ د بیړنیو مرستو او پلټنو او ژغورنې د چارو نه د ملاتړ په خاطر زلزله ځپلو سیمو ته مرستندویه عسکر لیږلي‌ دي.

همداشان د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترتي د توپان ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه او ددې سیمې سره يي د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.



اړوند خبرونه