په جرمني‌ کې د انګیلا مرکل ځای ناستی وټاکل شو.

د جرمني‌ نوی لومړی وزیر وټاکل شو

1744690
په جرمني‌ کې د انګیلا مرکل ځای ناستی وټاکل شو.

 

د جرمني‌  فدرال پارلمان د سوسیال ډیموکراټ ګوند وکیل او د مالیې وزیر اولاف شولز د نوي‌ لومړي‌ وزیر په توګه وټاکه.

د جرمني‌ په فدرال پارلمان کې  پدې اړه رای اچونه وشوه چې د مالیې وزیر اولاف شولز د پارلمان په عمومي‌ مجلس کې د ګډون کوونکو  ۷۰۷ تنو وکیلانو نه د ۳۹۵ تنو وکیلانو د رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي‌ پړاو کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

اولاف شولز په رای اچونه کې د ۳۰۳ مخالفو ، ۶ ممتنع او ۳ سپینو رایو په مقابل کې د ۳۹۵ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي‌ وزیر په توګه وټاکل شو.

۶۳ کلن نوی لومړی وزیر اولاف شولز د ټاکنې سند د ولسمشر  ته د لاسلیک په خاطر وړاندې کوي. د ولسمشر د تاييد نه وروسته په پارلمان کې لوړه کوي.

 


پيوندونه: #لومړی وزیر , #جرمني

اړوند خبرونه