د هندوستان د لوی درستیز چورلکې سقوط کړی
د هندوستان د پوځ د جګپوړو مقاماتو چورلکې سقوط کړی دی.
د هندوستان د پوځ د جګپوړو مقاماتو چورلکې سقوط کړی دی.
د هندوستان پوځ ویلي دي چې د لوی درستیز بپین راوات او د هغه د کورنۍ د غړیو چورلکې د ټامیل نادو په ایالت کې سقوط کړی دی.
د هندوستان هوايي ځواکونو ویلي دي چې پدې چورلکه کې د لوی درستیز بپین راوټ او د هغوې د کورنۍ د غړیو په ګډون ۱۴ تنو شتون درلود.
همداشان ځینو سرچینو پدې چورلکه کې د پوځ د نورو جګپوړو چارواکیو د شتون نه هم خبر ورکړی دی.
د هندوستان لومړي وزیر د پيښې په اړه د پوره معلومات غوښتنه کړې ده .
ویل کیږي دا پيښه د ټامیل ناډو ایالت اړوند د نیلګیرس په سیمه کې لویدلې ده .
د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته لومړی د سیمې خلک د پيښې ځای ته رسیدلي او د ژغورنې په چارو يي پیل کړی دی.
د ټامیل ناډو ایالت پولیسو ویلي دي چې ددې پيښې نه ۴ تنه ټپیان ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
د ژغورل شوو کسانو روغتیايي حالت ډیر زیات باریکه دی.
همداشان د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه پورې د ۴ تنو مړي راویستل شوي دي.
ویل کیږي دا چورلکه د سلور د پوځي هډې نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته د نیلګیرس په سیمه کې ولویده.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی