بایدن د پوتین سره په لیدنه کې هغه ته خبرداری ورکړ

بایدن د اوکراین په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

1744626
بایدن د پوتین سره په لیدنه کې هغه ته خبرداری ورکړ
putin-biden1.jpg
putin-biden.jpg

د امریکا ولسمشر جو بایدن تیره ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ویدیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه.

ددې لیدنې اصلي‌ موضوع د اوکراین مسئله وه.

سپینې ماڼۍ د بایدن او پوتین د څه باندې دوه ساعته د ویدیو کنفرانس له لارې لیدنې په اړه بیان خپور کړی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ولسمشر بایدن د پوتین سره پدې لیدنه کې د روسیې لخوا د اوکراین په پوله کې د پوځیانو او درندو وسلو د ځای په ځای کولو په اړه د امریکا او د اروپايي متفقینو اندیښنه وړاندې کړه.

بایدن پوتین ته ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا پر اوکراین د هر ډول پوځي‌ مداخلې په صورت کې به امریکا او اروپايي متفقین پر روسیې ډیر سخت اقتصادي‌ تحریمونه وضع کړي‌ او ددې سربیره ځیني‌ نور جدي‌ تدابیر به هم ونیسي. روسیې ته به د اقتصادي‌ او نورو تدابیرو په نیولو سره ځواب ورکړي.

همداشان بایدن د اوکراین د خپلواکۍ، ارضي تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا نه یو ځل بیا خپل قوي‌  ملاتړ اظهار کړ او پر روسیې د ستونزو د حل په خاطر د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې د ستونزو د حل غږ وکړ.

د بله پلوه کرملین ماڼۍ هم ددې لیدنې نه د رڼې او کاري‌ لیدنې په توګه یادونه کړې ده . کرملین ویلي‌ دي‌ چې دواړو مشرانو پدې لیدنه کې د جون په ۱۶ مه نیټه په جینیوا ښار کې د لیدنې د نتیجو په اړه خبرې وکړې.

همداشان پدې لیدنه کې د اوکراین په مسئلې خبرې وشوې. دواړو مشرانو وویل چې د ۲۰۱۵ کال د مینسک تړون پلي‌ کولو اړه هیڅډول پرمختګ ندی شوی.

کرملین ویلي‌ دي‌ چې ناټو سازمان اوکراین د خاورې د کشفولو په خاطر ډیر خطرناکه اقدامات ترسره کوي‌ او د روسیې پولو ته نږدې خپل پوځي طاقت او ظرفیت د هرې ورځې په تیریدو سره لا لوړوي.

د همدې امله روسیې ختیځ لورې ته د ناټو د نفوذ د لا خپریدو د مخنیوي‌ ، د روسیې په ګاونډیو هیوادونو کې د پرمختللو وسلو د سیستمونو د ځای په ځای کولو د مخنیوي په خاطر ځینې اقدامات ترسره کړي‌ دي. روسیې د خپل مسلم  او قانوني‌ حق نه په استفادې  سره دا ګامونه اوچت کړي‌ دي.

په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې د روسیې او امریکا ترمنځه همکاریو کچه قناعت بخشه نده . همداشان پدې لیدنه کې پوتین بایدن ته د دواړو هیوادونو ترمنځه د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو د فعالیتونو په اړه د نیول شوو تدابیرو د لرې کولو وړاندیز وکړ.

دواړو مشرانو د سایبري‌ بریدونو، ایران مسئلې  او زیات شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړل.



اړوند خبرونه