په اوکراین کې ټرافیکي پیښې فاجعه رامنځته کړه
په اوکراین کې د ټرافیکي پيښې له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
1744054
- په اوکراین کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه.
د اوکراین په شمال کې یو مني بس موټر د یوې لارۍ سره د جنګیدو په نتیجه کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې نن سې شنبه د دسمبر ۷ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې یو میني بس موټر د یوې لارۍ سره وجنګید.
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.
د پيښې لامل معلوم ندی په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.