چین د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
چین : د چین په اړه د امریکا لخوا جوړې شوې ټولې دسیسې په ناکامۍ محکومې دي
چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د ۲۰۲۲ کال ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو چې په پلازمینه بیجینګ کې جوړیږي د ډیپلوماتیک بایکاټ کولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې لازم تدابیر به ونیسي . د امریکا دا ډول اشتباهات به مخامخا بدل ولري. په امریکا به ددې خطاګانو بدل پرې کړو.
د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو چین د بشري حقونو نه په سرغړونو د تورونو سره په بیجینګ کې جوړیدونکې د ۲۰۲۲ کال د ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو ته د ډیپلوماتیک هیئت د نه استولو پریکړه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې امریکا غواړي پدې ډول د ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو ته ضرر ورسوي. امریکا ددې کار پرته ددې چې خپل باور او اعتماد د لاسه ورکړي بله کوم شی نشي ترلاسه کولې.
ویاند وویل چې دا ډول ډیپلوماتیک بایکاټونه کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه موجود دوه اړخیز ډیالوګ او مهمو همکاریو ته ضرر رسوي. د امریکا دا دسیسه هم په ناکامۍ محکومه ده. د امریکا دا خطاګانې هم یو بدل لري او البته چې دا بدل به پرې کړي. چین به د امریکا په مقابل کې ډیر کلک تدابیر ونیسي .
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.