په کینیا کې یو بس چې واده روان وو د  سیند ته د لویدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په کینیا کې یو بس سیند ته د غورځیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ

1743528
په کینیا کې یو بس چې واده روان وو د  سیند ته د لویدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په کینیا کې یو بس چې واده روان وو د  سیند ته د لویدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

د کینیا د کیتوي د ایالت  والي خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌  یو بس موټر چې واده ته روان وو په لاره کې د یو پل نه د تیریدو پر مهال چې د سیلاب اوبه پرې راغلې وې لاندې سیند ته ولویده.

د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته په سیمه کې موجود خلکو مرستې ته ودنګل او ۱۲ تنه يي وژغورل . پدې پيښه کې ۳۱ تنو نورو ژوند لاسه ورکړ .

د ویلو ده چې بس موټر په څو دقیقو کې په اوبو کې ډوب شو. د والي‌ په وینا کې یوه ډیره او ډیره خواشینوونکې پيښه ده. پدې ستره فاجعه کې ۳۱ تنو چې د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو ژوند د لاسه ورکړ.

ددوې ښادي‌ په غم بدل شوه. د والي‌ په وینا کې په سیمه کې د ژغورنې او پلټنو چارې دوام لري او کیدای شي‌ چې د مړو شمیره لوړه شي.


پيوندونه: #بس , #کینیا

اړوند خبرونه