امریکا : د چین لخوا د هایپرسونیک وسلو په اړه هلو ځلو سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی

امریکا متحده ایالتونو چین د هایپرسونیک  وسلې د جوړولو په اړه د هڅو سره د سیمې امنیت د جدي‌ ګواښونو سره په مخامخولو تورن کړ.

1741967
امریکا : د چین لخوا د هایپرسونیک وسلو په اړه هلو ځلو سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی

امریکا متحده ایالتونو چین د هایپرسونیک  وسلې د جوړولو په اړه د هڅو سره د سیمې امنیت د جدي‌ ګواښونو سره په مخامخولو تورن کړ.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین سویلي  کوریا ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي‌ هیواد د دفاع وزیر سوح وک سره لیدنه وکړه.

اسټین پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې چین د هایپرسونیک وسلو د جوړولو د هلو ځلو سره د سیمې امنیت او استقرار د ګواښ سره مخامخ کړی دی. امریکا د چین لخوا د رامنځته شوو تهدیدونو د مخنیوي‌ په خاطر هلې ځلې کوي.

هغه د چین د پوځي‌ امکاناتو په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي‌ دي‌ چې امریکا به د خپلو متفقینو پر خلاف د هر ډول تهدید او ګواښ‌ د مخنیوي‌ او دفع کولو په خاطر دفاعي‌ استعدادونو نه کار اخیستو ته دوام ورکړي.

اسټین وروسته خبري‌ غونډې ته وویل چې د سویلي کوریا د دفاع وزیر سره مو په لیدنه کې د شمالي‌ کوریا لخوا د مخامخو تهدیدونو او یو زیات شمیر نورو مسئلو خبرې وکړې.

هغه وویل چې امریکا او سويلي‌ کوریا پدې  اړه چې د  شمالي‌ کوریا لخوا د توغندیو او نورو وسلو او پروګرامونو  سیستمونو د سیمې امنیت د جدي‌ ګواښ سره مخامخ دی همفکره دي.

د سویلي‌ کوریا د دفاع وزیر بیا وویل چې د سویلي‌ او شمالي‌ کوریا او د شمالي‌ کوریا او امریکا ترمنځه د مخکینو ژمنو او تعهداتو پر بڼسټ ډیپلوماسي‌ او ډیالوګ د کوریا په نیمه ټاپو کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټیګښت په خاطر یواځنی او ګډ هدف دی. دا یو مهم شرط دی.  


پيوندونه: #چین , #امریکا

اړوند خبرونه