په نایجیریا کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د نایجیریا به شمال لویدیځ کې د کانو ایالت کې د یوې کښتې د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1741384
په نایجیریا کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د نایجیریا به شمال لویدیځ کې د کانو ایالت کې د یوې کښتې د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کانو ایالت د اور وژنې او ژغورنو د ادارې ویاند فرانس پرس خبري‌ رسنۍ ته ویلي‌ دي‌ چې پرون د نوامبر ۳۰ مه په ناوخته ساعتونو کې یوه کښتۍ چې د ظرفیت نه ډیر مساپر پکې سپارل ول په اوبو کې ډوبه شوه.

هغه وویل چې پدې کښتۍ کې تر ۵۰ تنو ډیر سپاره شوي‌ وو چې ډیری ماشومان وو.

د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې. د ژغورنو ډلو تر اوسه پورې ۲۹ تنو مړي‌ د اوبو نه راویستي‌ دي.

همداشان د ژغورنې ډلو ۷ تنه مساپر ژوندي‌ ژغورلي‌ دي. پاتې کسان لا درکه دي‌ چې د موندولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري.

ګمان کیږي‌ چې لا درکه شوو کسانو هم ژوند د لاسه ورکړی وي.



اړوند خبرونه