امریکا متحده ایالتونو د ۲۷ تنو روس دیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

امریکا یو ځل بیا د ګنشمیر روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

1740009
امریکا متحده ایالتونو د ۲۷ تنو روس دیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

امریکا متحده ایالتونو د ۲۷ تنو روس دیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

دا خبره په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولی انتونوف  د یو یوتیوب چاینل سره په مرکه کې کړې ده .

د روسیې د تاس خبري‌ اژانس په امریکا کې د روسیې د سفیر له قوله لیکلي‌ دي  چې امریکا ۲۷ تنو روس ډیپلوماټانو ته د ۲۰۲۲ کال د جنوري‌ د میاشتې د ۳۰ مې نیټې پورې د امریکا د خاورې نه د وتو په خاطر مهلت ټاکلی دی. امریکا نوموړي‌ روس ډيپلوماټان د هغوې د کورنیو سره یو ځای د هیواد نه وباسي.

هغه ویلي دي چې زمونږ دا ملګري‌ به د جنوري‌ تر ۳۰ نیټې په اجباري‌ ډول د امریکا نه وویستل شي.

هغه وویل چې زمونږ ډیپلوماټان شړل کیږي. هغه زیاته کړه چې په امریکا کې د روس ډیپلوماټانو د ویزې ستونزه نده حل شوې. په قصدي‌ ډول د هغوې کورنۍ د ډيپلوماټانو نه جلا کیږي.

هغه زیاته کړه چې امریکا پداسې حال کې د ۲۷ تنو روس ډيپلوماټانو د شړولو پریکړه کوي‌ چې روسیې سفارت د پرسونل د جدي‌ ستونزې سره مخامخ دی.

امریکا زمونږ د یو زیات شمیر ډیپلوماټانو د کورنیو ویزو د تمدید نه ډډه کوي. مونږ د امریکا پدې سیاست نه پوهیږو چې ولې ډيپلوماټان د خپلو کورنیو نه جلا کوي.

دا کار پداسې حال کې کیږي‌ چې امریکا وايي چې کورنیو او رسم او رواجونو ته درناوی کوي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د روسیې په اړه خپل منفي‌ نظر ته تغیر ندی ورکړی .

 

 

 

 



اړوند خبرونه