په روسیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۵۲ تنو ته لوړه شوه
په روسیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجغه رامنځته شوې ده
په روسیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د یوې پيښې رامنځته کیدو په نتیجه کې د مړو شمیره ۵۲ تنو ته لوړه شوه
دا پیښه د روسیې د سایبریا په ښار کې رامنځته شوې ده .
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې د کیمیرو په سیمه کې د ډبر سکرو په کان کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته د سکرو لوګي په لسګونو تنه کارګران مسموم شوي وو. دا پيښه د مځکې لاندې په ۲۵۰ متره ژوروالي کې رامنځته شوې وه. همداشان د پیښې نه وروسته ۲۳۹ تنه کارګران د ژغورنې د ډلو لخوا وژغورل شول.
هغه په بیان کې راغلي دي چې له بده مرغه پدې پیښه کې ۵۲ تنو کارګرانو ژوند د لاسه ورکړی دی. پدې پيښه کې د ژغورنې د ډلو کارکوونکو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ د روسیې د سایبریا د کیمیرو په سیمه کې د ډبرو د سکرو په کان کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې له امله يي ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۴۶ تنه نور لا درکه وو.
د لا درکه کسانو د موندولو په خاطر د ژغورنې چارو دوام لري. همداشان په همدې کان کې په ۲۰۰۴ کال کې هم چاودنه شوې وه چې له امله ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ددې پيښې له امله ژور خفګان ښودلی دی او د ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره غمرازي ښودلې ده .
هغه ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کان کې د حادثې د رامنځته کیدو نه وروسته لوګې خپور شوی او ډیر کسان يي مسموم کړي وو.
دا پیښه پرون پنجشنه د نوامبر ۲۵ مه په ځاييوخت د سهار په ۸ بجو او ۳۵ دقیقو رامنځته شوې وه .