په سویډن کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې  دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.

د سویډن لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې استعفا وکړه

1738432
په سویډن کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې  دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.

 په سویډن کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې  دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.

د سویډن په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوي‌  ماګدالنا اندرسون  د لومړۍ وزیرې په توګه د ټاکل کیدو نه یواځې ۷ ساعته وروسته استعفا ورکړه.

د سویډن د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشرې اندرسون پرون د سهار په ساعتونو کې د پارلمان نه د باور د رایې په ترلاسه کولو سره د سویډن په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوه.

ددې پرمختګ نه وروسته د سویډن د ائتلافي‌ حکومت شرکت د زرغونانو ګوند د ښي اړخه ګوندونو لخوا جوړه شوې کلنۍ بودیجه د پارلمان لخوا د پاس کیدو نه وروسته د حکومت نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.

همداشان د زرغونانو ګوند د ائتلافي‌ حکومت نه د جلا کیدو نه وروسته لومړۍ وزیرې اندرسون له خپلې دندې استعفا ورکړه.

پدې ډول د سویډن د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.

د زرغونانو د ګوند معادل رئیس پیر بولوند د حکومت نه د جلا کیدو نه وروسته وویل چې نه غواړي‌ د ښي‌ اړخو ګوندونو لخوا د جوړې شوې بودیجې سره هیواد اداره کړو.

د همدې امله مو د حکومت نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه