په بورکینافاسو کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی دی.
په بورکینافاسو کې پر ژاندارم ځواکونو خونړی برید شوی
د بورکینافاسو د سانماتنګا په ایالت کې په ژاندارم ځواکونو د برید په نتیجه کې د ۹ تنو عسکرو په ګډون ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بورکینافاسو د رسنیو د خبر له مخې د سانماتنګا ایالت د فوبي په سیمه کې نامعلومو وسله والو پر ژاندارم ځواکونو برید وکړ.
په برید کې ۹ تنو سرتیرو په ګډون ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې څه باندې یوه اونۍ مخکې هم د بورکینافاسو په ساحلي سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ترهګری برید شوی وو چې له امله يي ۳۲ تنو ژوند دلاسه ورکړی وو.
ددې برید نه وروسته په هیواد کې ۳ ورځې ملي ماتم اعلان شوی وو.
د ویلو ده چې د بورکینافاسو په ګاونډي هیواد مالي کې فعالیت کوونکي د القاعدې او داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۵ کال راهیسې وخت نا وخته د بورکینافاسو په شمالي او ختیځو برخو بریدونه کوي.
سره ددې چې بورکینافاسو د خپل بل ګاونډي هیواد نایجیر سره وخت نا وخته په مالي کې د ترهګرو پر خلاف ګډ پوځي عملیات ترسره کوي خو په هیڅګډول د ترهګرو مخه نیولی نشي. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې د روان کال د پیل راهیسې د بورکینافاسو نه ۱۷۵۰۰ تنه د امنیتي دلایلو له امله نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.