د امریکا د وروستۍ خونړۍ پيښې مسئول د پنځو جنایتونو په جرم محاکمه کیږي

د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې د موټر سره د پنځو تنو د وژلو او څه باندې د ۴۰ تنو ټپي‌ کوونکی ډاریل بروکس د لومړۍ درجې جنایت په تور محاکمه کیږي.

1737393
د امریکا د وروستۍ خونړۍ پيښې مسئول د پنځو جنایتونو په جرم محاکمه کیږي

د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې د موټر سره د پنځو تنو د وژلو او څه باندې د ۴۰ تنو ټپي‌ کوونکی ډاریل بروکس د لومړۍ درجې جنایت په تور محاکمه کیږي.

د ویلو ده چې ډاریل بروکس  د نوامبر په ۲۱ مه نیټه د تیرې یکشنبې په ورځ‌  د خپل یو سور رنګه موټر سره د د کرسمس او شکران د ورځې په لمانځونو کې موټر وځغلو چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰ ډیر کسان ټپیان شول.

د واوکشا د ښار پولیسو مشر دان ټومپسن خبري‌ غونډې ته وویل چې  دا برید د ۳۹ کلن بروکس لخوا ترسره شوی دی او جرمي‌ شریک نلري. همداشان دا پيښه د ترهګرۍ سره هم کوم تړاو نلري.

ډاریل بروکس د پنځو جلا جلا جرمونو له امله د  لومړۍ درجه جنایت په تور محاکمه کړی شي.

هغه وویل چې ډاریل بروکس د یو بل جرم د ترسره کولو نه وروسته د پولیسو نه د تیښتې په حال کې وو چې د کرسمس پر لمانځونو برابر شو او دلته يي په لسګونو تنه د موټر لاندې کړل. همداشان نوموړی جرمي‌ سابقه هم لري. د نوامبر د میاشتې په پیل کې هم د یو جرم د ترسره کولو نه وروسته نیول شوی وو چې وروسته د زر امریکايي ډالرو د ضمانت په بدل کې خوشې شوی وو.

د ویلو ده چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله تیر کال هم ځنډول شوي‌ د کرسمس او شکران د ورځې لمانځنې سږ کال د نویل د رخصتۍ نه مخکې  جوړ شول. پدې لمانځونو کې د ویسکونسین ایالت د کاتولیک کلیسا اړوند د ښوونځي‌ زده کوونکو ، ښوونکو، راهبانو او په زرګونو تنو نورو ګډون کړی وو.

همداشان پدې مراسمو کې د موسیقۍ او نڅا ډلو هم ګډون کړی وو.

د پيښې ډیری قربانیان ماشومان دي.



اړوند خبرونه