انګلستان د سمندر ته غورځیدلي د خپلې الوتکې د راویستو په مسئله د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه

انګلستان سمندر ته غورځیدلې د خپلې اف ۳۵ الوتکې د موندولو او راویستو په اړه د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه.

1736074
انګلستان د سمندر ته غورځیدلي د خپلې الوتکې د راویستو په مسئله د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه

انګلستان سمندر ته غورځیدلې د خپلې اف ۳۵ الوتکې د موندولو او راویستو په اړه د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه.

د انګلستان د دفاع وزارت یو تن چارواکي  د ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې یواځې په نړۍ کې یو څو هیوادونه شتون لري چې پدې اندازه ژورتیا کې د سمندر نه د الوتکې د راویستو توان لري. هغه ویلي دي چې پدې برخه کې د امریکا متحده ایالتونو نه د مرستې غوښتنه کړې ده .

پداسې حال کې چې د امریکا مرستندویه ډله د خپلو لازمو سامان آلاتو سره یو ځای د اسپانیا نه د انګلستان پر لورې حرکت کړی دی انګلستان تر اوسه پورې د الوتکې ځای ندی تشخیص کړی.

ځیني کارپوهان وايي چې الوتکه په سمندر کې د غورځیدو نه وروسته کیدای شي چې غورځیدو د نقطې نه لرې بلې سیمې ته اوبو وړي  وي. د الوتکې د ځای تثبیت کیدای شي چې د الوتکې د راویستو سره ستره مرسته وکړي.

د بله پلوه الوتکه د روسیې لاس ته د غورځیدو  د مخنیوي په خاطر قوي تدابیر نیول شوي دي.

د انګلستان د هوايي ځواکونو یو تن چارواکي ویلي دي چې ددې تدابیرو په چوکاټ کې سمندري ځواکونه په سیمه کې په ځای په ځای شوي دي.

دا چارواکی ویلي دي چې پوره باور لري چې روسیه  شایقه ده چې اف ۳۵ ډوله الوتکه ولري.

همداشان هغه خبرداری ورکړ چې  د روسیې لخوا د داسې یو اقدام کیدای شي چې ډیپلوماتیک بحران رامنځته کړي.

د ۱۲۰ میلیونو پونډو په بیه دا اف ۳۵ ډوله پنځم نسل وروستۍ جټ الوتکه تیره ورځ د روتینو الوتکو په ترڅ کې د الوتنې نه وروسته سمندر ته وغورځیده.

پیلوټ د الوتکې د غورځیدو نه مخکې د الوتکې نه ځان ګوزار کړی وو.


پيوندونه: #امریکا , #انګلستان

اړوند خبرونه