د انګلستان د هوايي ځواکونو اړوند د نړۍ تر ټولو پرمختللې پنځم نسل اف ۳۵ ډوله الوتکې سقوط وکړ.
د انګلستان یوې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ
د انګلستان د هوايي ځواکونو اړوند د نړۍ تر ټولو پرمختللې پنځم نسل اف ۳۵ ډوله الوتکې سقوط وکړ.
د انګلستان د دفاع وزارت ویلي دي چې پرون چارشنبه د نوامبر ۱۷ مه ددوې یوې اف ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکې په مدیترانه کې سقوط وکړ.
الوتکې په مدیترانه کې د ملکې الیزابت الوتکې وړونکې سترې کښتۍ نه د الوتنې نه وروسته سقوط کړی دی.
پدې پیښه کې د الوتکې پيلوټ ځان د الوتکې نه ګوزار کړی او ژوندی ژغورل شوی دی.
انګلستان د دفدع وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې کښتۍ او یا بلې کومې الوتکې ته ضرر ندی رسیدلی .
دا پیښه د انګلستان په ځايي وخت د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوی ده .
الوتکه سمندر ته وغورځیده. دا الوتکه چې د نړۍ تر ټولو وروستۍ او پرمختللې الوتکې په توګه یادیږي بیه يي سل میلیونه پونډه ده.
د انګلستان د پوځ ویاند ویلي دي چې الوتکې په مدیترانه کې د روتین رونیز پروګرام پر مهال سقوط کړی دی.
الوتکې پيلوټ د سقوط نه مخکې ځان د الوتکې نه ګوزار کړی وو او ژوندی کښتئۍ ته راستول شوی دی.
انګلستان ویلي دي چې د سقوط شوې الوتکې د موندولو په خاطر چارې پيل کړي دي.
دوی هڅه کوي چې دا الوتکه مخکې ددې پيدا کړی چې د روسیې په څیر د ناټو دښمن هیواد لاسته ورشي.