د انګلستان پولیسو د لیورپول په ښار کې د یو روغتون په مخکې د چاودنې د مسئول هویت اعلان کړ.

انګلستان پولیس : د لیور پول په ښار کې د روغتون په مخکې چاودنه د یو ۳۲ کلن کس لخوا شوې وه

1734509
د انګلستان پولیسو د لیورپول په ښار کې د یو روغتون په مخکې د چاودنې د مسئول هویت اعلان کړ.

 

انګلستان پولیسو ویلي دي دا ترهګری برید کې د لیورپول د یو نسايي او ولادي روغتون په مخکې د عماد السویلمین لخوا چې ۳۲ کاله عمر درلود شوی دی. د پولیسو په وینا ددې پيښې یواځنی قرباني پخپله برید کوونکی وو چې د ټکسي په منځ کې پرې چاودنه شوې ده .

ویل کیږي  د ټکسي چلوونکي چې کله ولیدل چې په ټکسي کې سپور برید کوونکی بم عیاروي ځان يي  ټکسي نه بهر ګوزار کړ او دروازې لاک کړې. ددې سره سم چاودنه رامنځته شوه.

د انګلستان پولیسو ددې برید په تړاو د ۳ تنو شکمنو د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي اړوند دوه کورونه يي موندلي دي چې په یو کې ژوند کولو او بل يي پدې وروستیو کې کرا کړی وو.

دویم کور يي د برید د پلان په خاطر کرا کی وو چې پلان يي په همدې کور کې جوړ کړی وو.

همداشان پولیسو د برید کوونکي په کور کې د پلټنو په ترڅ کې یوه کڅوره چاودیدونکي مواد او یو هم  په برید کې کاریدونکی ریموټ کنټرول نیولي دي.

د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسون د انګلستان د خلکو نه غوښتنه کړې چې ډیر هوښیار اوسي او د هر ډول شکمن حرکت د لیدو پر مهال دې امنیتي ځواکونو سره تماس ونیسي.



اړوند خبرونه