په انګلستان کې د یو روغتون په مخکې په ټکسي کې چاودنه شوې ده .
د انګلستان د لیورپول په ښار کې د یو روغتون په مخکې په یو ټکسي کې چاودنه شوی دی.
په انګلستان کې د یو روغتون په مخکې په ټکسي کې چاودنه شوې ده .
د انګلستان د لیورپول په ښار کې د یو روغتون په مخکې په یو ټکسي کې چاودنه شوی دی.
د پولیسو په وینا پدې چاودنه کې په ټکسي کې سپور یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی او د ټکسي چلوونکی ټپي شوی دی.
د انګلستان رسنیو ویلي دي چې د ټکسي چلوونکي د سترې فاجعې مخنیوی کړی دی. د ټکسي چلوونکي چې کله لیدلي دي چې په ټکسي کې سپور تن بم عیاروي سمدلاسه يي ځان د ټکسي نه ګوزار کړی او دروازې قلفې کړي دي.
چاودنه هم په همدې شیبه کې رامنځته شوې ده .
ددې پیښې نه وروسته پولیسو پراخه پلټنې او تحقیقات پيل کړي دي.
پولیسو ددې برید په تړاو ۳ تنه نیولي دي. د بله پلوه بعضو رسنیو داسې ادعاء کړې چې برید کوونکي په سیمه کې یو کلیسا ته چې دیني مراسم پکې جوړ شوي وو د تلو هڅه کوله.
د انګلستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د لیورپول ومین روغتون په مخکې د چاودنې په تړاو درې تنه چې عمرونه یي ۲۱ ، ۲۶ او ۲۹ کاله دي نیولي دي.
د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.