امریکا: د پولنډ او بیلاروس په پولو کې د کډوالو د بحران یواځنی مسئول بیلاروس او روسیه دي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پولنډ او بیلاروس په پوله کې د کډوالو د رامنځته شوي بحران یواځنی لامل بیلاروس او روسیه اعلان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.
د پرایس لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې بلینکن پدې ټیلیفونی خبرو کې د پولنډ او بیلاروس په پوله کې د کډوالو د رامنځته شوي بحران یواځنی مسئول بیلاروس او روسیه وښودل.
هغه وویل چې د بیلاروس د ولسمشر لوکاشینکو رژیم د دا ډول اقداماتو سره غواړي د سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي. همداشان روسیه بیا غواړي چې د نړۍوالو اذهانو پام دې مسئلې ته په رااړولو سره اوکراین سره په پوله په خپلو پوځي ګامونو پرده وغوړوي.
بلینکن ویلي دي چې بیلاروس د کډوالو نه د خپلو منافعو په توګه کار اخلي . د همدې امله د لویدیځ به د بیلاروس او روسیې پر خلاف ډیر سخت تحریمونه وضع کړي.
د بله پلوه عراق اعلان کړی دی چې د بیلاروس او پولنډ په پوله کې په کمپونو کې ۵۷۱ تنه عراقي وګړي شتون لري. دې هیواد د خپلو وګړو نه دې کمپونو ته د تلو نه د ډډې کولو غوښتنه کړې ده .
همداشان ویلي دي چې د بعضو هیوادونو سره په هماهنګۍ کې ځیني چارې پيل کړي دي.
د ویلو ده چې په زرګونو تنه کډوال اروپا ته د تلو د خیال سره د پولند او بیلاروس په پوله کې بند پاتې دي. د هوا د ډیر زیات سړښت ،په کافي توګه د خوراکي توکو نشتوالي او ډیر بد وضعیت کډوال د جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي. په اصل کې دا کډوال د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ژوند سره مبارزه کوي.