هندوستان یو ډیر ستر اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
هندوستان د ۵۰۰۰ کیلومتره په واټن سره د اټومي سر ګلولې انتقالوونکی اوږد واټنه یا قاره پيما بالستیک توغندی وازمایه.
د هندوستان د حکومت لخوا په خپرو شوي بیان کې ویلي دي چې د اګني ۵ په نامه اوږد واټنه بالستیک توغندی چې د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت لري د هیواد په ختیځو څنډو کې په یو ټاپو کې په ډیر بریالیتوب سره وازمایه. په بیان کې راغلي دي چې دې توغندي په ۵۰۰۰ کیلومتره کې خپل هدف په بریالیتوب سره له منځه یوړ.
په بیان کې راغلي دي چې دا توغندی د دفاعي پالیسۍ او خوندیتوب د سیاستونو سره سم امتحان شوی دی.
ویل کیږي د هندوستان لخوا ازمایښت شوی اګڼي ۵ توغندی د چین د هرې برخې د ویشتو توان لري.
هندوستان چې ددینه مخکې د اوږد واټنه توغندیو او وسلو په برخه کې یواځې د پاکستان سره سیالي کوله خو پدې وروستیو کې د چین سره د ستونزو له امله د رقابت ساحه پراخه شوې ده .
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه