فرانسه په راتلوونکو دوو میاشتو کې ۷ جوماتونه او اسلامي‌‌ ټولنو دفترونه تړي

فرانسه د جوماتونو تړولو ته دوام ورکوي

1725652
فرانسه په راتلوونکو دوو میاشتو کې ۷ جوماتونه او اسلامي‌‌ ټولنو دفترونه تړي

په فرانسه کې په راتلوونکو دوو میاشتو کې د ۷ جوماتونو او اسلامي‌ ټولنو د تندلاري‌ اسلامیت نه د ملاتړ له امله د تړولو پریکړه شوې ده .

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین وویل چې د الون په ښار کې یو جومات د تندلاري‌ اسلام نه د دفاع له امله د ۶ میاشتو لپاره وتړل شو.

هغه زیاته کړه چې ددې جومات د مسئولینو بانکي‌ حسابونه کنګل شوي‌ . هغه زیاته کړه چې ماکرون د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه راپدیخوا په فرانسه کې ۱۳ اسلامي‌ ټولنو دفترونه تړل شوي‌ دي.

هغه زیاته کړه چې په راتلوونکو دوو میاشتو کې به په فرانسه کې ۷ جوماتونه او د اسلامي‌ ټولنو دفترونه د تندلاري‌ اسلام نه د ملاتړ او دفاع له امله وتړل شي.

هغه وویل چې په فرانسه کې شاوخوا ۲۵۰۰ جوماتونه شتون لري. د ۹۲ جوماتونو په اړه د تندلاري اسلام نه د دفاع او ملاتړ د ادعاء له مخې تحقیقات او تفتیش پيل شوی دی چې تر اوسه پورې ددې تحقیقاتو په نتیجه کې ۲۱ جوماتونه تړل شوي‌ دي.

همداشان د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په فرانسه کې د ۳۶۰۰۰ تنو بهرنیو وګړو عامه نظم د خرابولو او ګواښ رامنځته کولو له امله  د اوسیدو یا اقامت اجازه لغوه کړی شوي‌ دي.

 

 



اړوند خبرونه