د ترکیې لپاره د امریکا نوماند سفیر جیف فلاک د سنا مجلس لخوا د باور رای ترلاسه کړه.

امریکا د ترکیې لپاره نوی سفیر وټاکه

1725559
د ترکیې لپاره د امریکا نوماند سفیر جیف فلاک د سنا مجلس لخوا د باور رای ترلاسه کړه.

 

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن لخوا د ترکیې د سفیر په توګه نوماند شوي‌ جیف فلاک د باور د رای د ترلاسه کولو په خاطر د سنا مجلس ته معرفي‌ شو.

د سنا مجلس په عمومي‌ غونډه کې د ترکیې لپاره د امریکا  نوی  نوماند سفیر  فلاک  ته د باور د رای ورکولو په خاطر رای اچونه شوه.

پدې رای اچونه کې چې  نوماند سفیر فلاک د باور رای ترلاسه کړه او په انقره کې د امریکا د نوي‌ سفیر په توګه وټاکل شو.

نوموړی به په نږدې ورځو کې په انقره کې د امریکا د نوي‌ سفیر په توګه دنده پيل کړي.

د ویلو ده چې بایدن د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې فلاک د ترکیې د سفیر په توګه نوماند کړ. همداشان د امریاک د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د اکتوبر په شلمه نیټه د فلاک نوماندي‌ د تاییدولو نه وروسته د باور رای په خاطر د سنا مجلس عمومي غونډې ته معرفي‌ کړ.

سنا مجلس عمومي‌ غونډې هم فلاک ته د باور رای ورکړه او هغه يي د سفیر په توګه وټاکه.

جیف فلاک سره ددې چې جمهوریت پلوه ګوند غړی دی خو د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن نه ملاتړ اعلان کړ. هغه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه د امریکا د سنا په مجلس کې د اریزونا ایالت د سناتور په توګه دنده ترسره کړې ده . همداشان د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ کال ترمنځه يي‌ د امریکا د استازو د مجلس د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده .

هغه په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د حکومت او جمهوریت پلوه ګوند په سیاستونو کې د ځینو اختلافاتو د رامنځته کیدو له امله د سنا د مجلس نه تقاعد واخیست.


پيوندونه: #سفیر , #ترکیه , #امریکا

اړوند خبرونه