په نایجریا کې په یو جومات د وسله وال برید له امله قتل عام رامنځته شوی دی
د نایجریا هیواد د نیجر په ایالت کې په یو جومات د وسله وال برید په نتیجه کې ګن شمیر لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د نایجریا هیواد د نیجر په ایالت کې په یو جومات د وسله وال برید په نتیجه کې ګن شمیر لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د نایجریا د خبري رسنیو د خبر له مخې د نوموړي هیواد د نیجر ایالت اړوند مازا کوکا په سیمه کې د سهار د لمانځه پر مهال په یو جومات د وسله والو موټرسایکل سپرو لخوا خونړی برید شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنو لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د نیجر د ایالت د پولیسو کمشنر خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو په جومات کې د قتل عام نه وروسته ۷ تنه د تښتولي دي او په سیمه کې یو زیات شمیر ودانیو ته هم زیان اړولی دی.
د پيښې نه سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته استول شوي دي. پولیسو د برید کوونکو نه یو تن له خپلو غورځولی دی.
نور برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي. د ویلو ده چې په نایجریا کې پدې وروستیو کې د موټر سایکل سپرو برید کوونکو لخوا د بریدونو د کچې د لوړیدو له امله په یو زیات شمیر ایالتونو کې د موټر سایکل په کارولو بندیز لګول شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې یوه اونۍ مخکې هم په نایجریا کې په یو بازار برید شوی وو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.