په امریکا کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا د بویس په ښار کې په سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی

1724819
په امریکا کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د آیداهو ایالت په مرکز بویس  کې په سوداګریز مرکز  وسله وال برید شوی دی.

د بویس ‌ د ښار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  پدې پیښه کې دوه تنه مړه او د یو تن پولیس په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بویس د ښار د پولیسو مشر ریان لي‌ وویل چې دا پيښه د ماسپخین د دوه نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

هغه وویل چې پولیسو ددې پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته سمدلاسه د پيښې ځای ته ورسیدل.

د پيښې ځای ته د رسیدو نه وروسته يي د برید کوونکي‌ سره په نښته کې ښکیل شول.

پولیسو برید کوونکی ژوندی نیولی دی. پولیسو د برید کوونکي‌ په اړه د لا زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .

د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.

هغه وویل چې د برید انګیزه  او د قربانیانو هویت تر اوسه پورې معلوم ندی. ټپیان روغتون ته انتقال شوي‌ او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه