په روسیه کې  د باروتو، وسلو او کیميايي موادو په یوې فابریکه کې درنده چاودنه شوې ده .

په روسیه کې د وسلو په یوې فابریکه کې چاودنه شوې ده

1723511
په روسیه کې  د باروتو، وسلو او کیميايي موادو په یوې فابریکه کې درنده چاودنه شوې ده .

 

د روسیې د تاس خبري‌ اژانس خبر ورکړی چې  نن جمعه د اکتوبر ۲۲ مه نيټه د روسیې په لویدیځ کې د ریازان په ولایت کې د باروتو او کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې چاودنه وشوه چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ګن شمیر کسان لا درکه شوي‌ دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي‌ دي‌ چې  نن د جمعه د سهار په د نهو بجو په شاوخوا کې د ریازان ولایت د شیلوفسکي‌ ولسوالۍ په لیسنوای کلي کې د وسلو ، باروتو او کیمیايي موادو د یوې فابریکې په ورکشاپ کې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.

چاودنه د تخنیکي‌ ستونزې له نتیجه کې رامنځته شوې ده . د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه