د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د ناټو سازمان غړي‌ هیوادونه د افغانتستان په اړه پوره مسئولیت لري‌ ځکه چې پدې هیواد کې شل کاله تیر کړي‌ دي.

1723285
د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې

 

د افغانستان په اړه د ناټو سازمان لومړنۍ او تر ټولو مهمه دنده ددې هیواد د شتمنیو نه کنګلول او افغانستان لپاره د حیاتي‌ اهمیت نه برښمند د ټولنیزو او اقتصادي‌ ستونزو حل لپاره د امکان او فرصت برابرول دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا څرګندونې په سوچي‌ ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په  افغانستان  کې وضعیت عادي‌ حالت  ته د راګرځولو لپاره  باید ددې هیواد د اقتصاد د بیارغونې سره مرسته وشي. پدې بهیر کې د روسیې، چین او شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو ونډه اخیستل ځانګړی اهمیت لري.

هغه وویل چې په افغانستان کې د روان وضعیت اصلي مسئولین د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې پدې هیواد کې جګړه کوونکي‌ د ناټو سازمان دی.

"  زما په اند ددوې لومړنۍ دنده او مسئولیت د افغانستان د مالي‌ شتمنیو نه کنګلول دي، د افغانستان لپاره د حیاتي‌ اهمیت نه برښمند د ټولنیزو او اقتصادي‌  ستونزو حل لپاره زمینه او امکان برابرول دي."

هغه وویل چې روسیه او شانګهای سازمان به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو وګړو ته  په هر ډول وضعیت کې  ځان په امن کې د احساسولو په لاره کې د پوره ډاډ ورکولو په خاطر کار کوي.

همداشان د چین سره به دوه په دوه  پدې برخه کې کار وکړو. د ترهګرۍ او تندلارۍ تهدید تر هر وخت ډیر زمونږ پولو ته نږدی شوی دی. یو هوسا او پرمختللی افغانستان زمونږ د ټولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  په افغانستان کې د داعش ستر تهدید شتون لري. طالبان ددې ترهګرو پر خلاف مبارزه کوي‌ او مونږ ټول ددې ترهګرو نه د ژغورلو په خاطر قرباني‌ ورکوي‌ چې دا زمونږ لپاره ډیر زیات اهمیت لري.



اړوند خبرونه