د ناټو سازمان د دفاع وزیران بیړنۍ غونډه کوي.
د ناټو سازمان د دفاع وزیران د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه بیړنۍ غونډه کوي
د ناټو سازمان د دفاع وزیران د افغانستان د وضعیت ، روسیې، چین او د ناټو او اروپايي ټولنې د اړیکو پر څیر د مهمو مسئلو په اړه د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه د دوو ورځو لپاره په بروکسل کې بیړنۍ غونډه کوي.
پدې غونډه کې به د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار هم ګډون وکړي. غونډه د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه د غرمې نه وروسته پیلیږي.
ددې غونډې اصلي موضوع د افغانستان وضعیت دی. په غونډه کې به د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو نه وروسته د رامنځته شوي وضعیت، پدې هیواد کې د ناټو سازمان د شل کلنو لاسته راوړنو د حفظولو په لارو او چارو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په څیر په مهمو مسئلو خبرې او سلامشورې وشي.
همداشان پدې غونډه کې به د ناټو سازمان لخوا یو څه موده مخکې د روسیې د نماینده ګۍ د ۸ تنو کارکوونکو د فعالیت د اجازې فسخه کول او ددې کسانو د شړولو نه وروسته د روسیې لخوا په مسکو کې د ناټو سازمان ماموریت د دفتر د تړولو پریکړې او وروستیو پرمختګونو خبرې او بحث وشي.
همداشان په دویمه ورځ به د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاست عالي استازی جوزیف بورل هم د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. دویمه ورځ به د ناټو او اروپايي ټولنې په اړیکو خبرې وشي.