په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانۍ کې اورلګیدنې په لسګونو تنه ووژل

په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانې کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1719625
په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانۍ کې اورلګیدنې په لسګونو تنه ووژل

په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانې کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پيښه د ټایوان د کاوشیونګ په ښار کې رامنځته شوې ده .

د کاوشیونګ د اور وژنې ادارې خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د ښار د یانچنګ په سیمه کې  په یوې ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې چې کورونو او دفترونو کې پکې شتون درلود اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

اورلګیدنه د پنجشنبې د  سهار نه مخکې په ۲ بجو او ۵۴ دقیقو رامنځته شوې ده .

د پيښې نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته واستول شوې او مداخله پيل شوه.

اورلګیدنه د سهار په ۷ بجو او ۱۷ دقیقو تر کنټرول لاندې راغله.

پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴۶ تنه مړه او په لسګونو تنه ژغورل شوي‌ دي. د مړو شمیره کیدای شي‌ چې لوړه شي.



اړوند خبرونه