په ناروې کې یو تن د غشو د برید سره ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ناروې د پلازمینې اوسلو ترڅنګ یو تن د غشو د برید سره ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د ناروې پولیسو ویلي دي چې د پلازمینې اوسلو د کونګسبرګ په سیمه کې یو تن برید کوونکي د یو سوپر مارکیټ ترڅنګ په لاره کې په تیریدونکو خلکو د غشو سره بریدونه کړي دي.
پدې پيښه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی نیول شوی دی . د ګونګسبرګ د سیمې د پولیسو ویاند ویلي دي چې برید کوونکی نیول شوی دی . د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي. هغه ویلي دي چې پدې بيښه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې پيښې د ټپیانو نه یو تن هم جنايي پولیس دی.
هغه د پيښې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د پیښې نه وروسته ګنشمیر امبولانسونه او چورلکې امبولانسونه په سیمه کې لیدلي دي.
د ناروې لومړۍ وزیرې ددې برید نه په ناروې ترسره شوي تر ټولو د وحشي برید په توګه یادونه کړې ده . ددې پيښې قربانیانو کورنیو سره يي خواخوږۍ ښودلې او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده.