په امریکا کې په تیرو ۴ میاشتو کې په لسګونو زرو تنو د کرونا ویروس د واکسین مخالفینو ژوند د لاسه ورکړی

په امریکا متحده ایالتونو کې  د جون د میاشتې راهیسې  لږ تر لږه ۹۰ زرو تنو د کرونا ویروس واکسین  مخالفینو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

1719397
په امریکا کې په تیرو ۴ میاشتو کې په لسګونو زرو تنو د کرونا ویروس د واکسین مخالفینو ژوند د لاسه ورکړی

 

د امریکا د قیصر کورني‌ بڼسټ لخوا کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو په اړه د ترسره شوو څیړونو پآیلې اعلان شوې .

د یاد شوي‌ بڼسټ لخوا په ترسره شوو څیړونو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې په تیرو ۴ میاشتو کې  د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله ۹۰۰۰۰ تنو د کرونا واکسین مخالفینو  چې ژغورل يي ممکن وو ژوند د لاسه ورکړی دی.

نوموړو کسانو ټولو د کرونا ویروس واکسین رد کړی وو او د واکسین سره سخت مخالفت کولو.

پدې څیړونو کې ویل شوي‌ دي‌ چې ددې کسانو ډیرو تیره میاشت د کرونا ویروس د نوې بڼې دلتا باندې د اخته کیدو نه وروسته ژوند د لاسه ورکړی دی.

یاد شوي‌ بڼسټ ویلي‌ دي‌ په امریکا کې د کرونا ویروس د ځاني‌ تلفاتو په اړه چې ایا ددوې ژغورل ممکن وو او که نه تحقیقات کړي‌ دي.

پدې تحقیقاتو کې دا معلومه شوې ده چې په تیرو ۴ میاشتو کې د ۹۰۰۰۰ زرو تنو کرونا ویروس ناروغانو چې ژوند يي‌ د لاسه ورکړی دی ژغورل ممکن وو. خو دا چې دې کسانو د کرونا ویروس واکسین سره سخت مخالفت کولو او دا واکسین يي ردولو د همدې امله يي ژوند د لاسه ورکړی دی.

یاد شوي‌ بڼسټ ویلي‌ دي‌ چې په امریکا کې د سپټمبر په میاشت کې په اوسط ډول د ورځې ۱۸۹۹ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

یاد شوي‌ بڼسټ ویلي دي‌ پداسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا ویروس واکسین  د هر چا لپاره شتون لري‌ خو ددې سره سره د سپټمبر په میاشت کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د اګست د میاشتې په پرتله ډیره زیاته لوړه وه.

د سپینې ماڼۍ د کرونا ویروس مداخلې کوردیناتور ویلي‌ دي چې د سپټمبر په میاشت کې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو د شمیرې د لوړیدو سره د کرونا ویروس واکسین په اړه لیوالتیا لږه ډیره شوې ده خو اوس هم په امریکا کې ۶۶ میلیونه کسان د واکسین کولو نه ډډه کوي.



اړوند خبرونه