په فرانسه کې یو بل ستر جامع جومات د حکومت لخوا وتړل شو

د فرانسې د آلونس په ښار کې یو جومات د تندلارۍ نه د دفاع او ملاتړ په بهانه وتړل شو.

1719466
په فرانسه کې یو بل ستر جامع جومات د حکومت لخوا وتړل شو

 

د فرانسې د سارته د والي‌ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ ، دا جومات چې نږدۍ ۳۰۰ تنه جماعت لري د تند لارو اسلامي‌ غورځنګونو سره د تړاو ، د جومات په جماعت کې د تندلارو د شتون او په وعظونو کې د ترهګرۍ ، شدت، نفرت، کینې ، تبعیض، شهادت ته د خلکو د هڅولو او شریعت  ته د هڅولو له امله تړل شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ددې جومات د قرانکریم په کورس کې ۱۱۰ تنه زده کوونکي‌ لري‌ چې نوموړو زده کوونکو ته د وسله وال جهاد د اهمیت په اړه درس ورکړ شوی دی.

د ترسره شوو څیړونو نه وروسته د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین  په غوښتنه جومات تړل شوی دی.

د فرانسې د لي‌ فیګارو ورځپاڼې ویلي دي‌ چې ددې جومات اړوند د ۸ تنو بانکي‌ حسابونه هم ګنګل شوي‌ دي.

د فرانسې د حکومت ویاند ګابریال اتال ویلي‌ دي‌ چې حکومت به هیڅوخت او هیچاته د اسلامیت ، نفرت او تندلارۍ د خپرولو په برخه کې اجازه ورنکړي. پدې برخه کې به هیچا ته هیڅدول امتیاز ورنکړ شي.

هغه وویل کله چې په جمهوریت برید کیږي‌ جمهوریت هم مجبور دی چې ددې برید ځواب ورکړي. جمهوریت باید دا ځواب لا په قوي‌ توګه ورکړي. د همدې امله حکومت ددې جومات د تړولو غوښتنه کړې ده .

د ویلو ده چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد وارمانین د سپټمبر په ۲۹ مه نیټه د لي‌ فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي‌ وو چې د تندلاري‌ اسلامیت پر خلاف د قانون  د نافذیدو نه مخکې په هیواد کې ۶۵۰ مکانونه چې د تند لارۍ په تور تړل شوي‌ او ۲۴۰۰۰ مکانونه د پولیسو لخوا تفتیش شوي‌ دي.

همداشان هغه ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د میاشتې راهیسې په فرانسه کې د ۸۹ جوماونو په اړه د تند لارۍ  په اړه څیړنې پیل کړې وې چې یوه دریمه برخه جوماتونه يي‌ تړل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې وزیر وویلي وو چې نوي‌ قانون دوې ته لا زیات صلاحیتونه ورکړي‌ دي‌ او ددینه وروسته به پدې برخه کې لا زیات جدي‌ اقدامات ترسره کړي.

د ویلو ده چې په فرانسه کې پر مسلمانانو حلقه د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې تنګیږي.


پيوندونه: #حکومت , #جومات , #فرانسه

اړوند خبرونه