انګیلا مرکل د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره د لا زیاتو مرستو کولو غوښتنه وکړه
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل پر نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره د لا زیاتو مرستو کولو غږ وکړ.
مرکل وویل چې د افغانستان اقتصاد د ژغورنې یواځنۍ لار بهرنۍ مرستې دي. د همدې امله ددې هیواد اقتصاد باید له رکود نه وژغورل شي.
مرکل دا څرګندونې د افغانستان په اړه جوړه شوې د جي شل ډلې د سرمشریزې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.
مرکل وویل له بده مرغه په افغانستان کې نه برښنا شتون نلري او نه هم یو قوي او پیاوړی مالي سیستم . د نړۍوالې ټولنې هدف دا ندی او نه باید وي چې ددې هیواد ۴۰ میلیونه تنه نفوس په یو پوره ګډوډۍ کې ننداره کړي.
د افغانستان د مالي سیستم ماتیدل د هیچا په ګټه ندي. که چیرې ددې هیواد مالي سیستم مات شي په هغه وخت کې بشري مرستې هم ګټه نشي کولی.
مرکل وویل چې د پيسو نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک د افغانستان د ملي سیستم د ماتیدو د مخنیوي په برخه باید لا زیات څه وکړي. ځکه چې تر ټولو مهمه دنده دوی باید په غاړه واخلي.
مرکل په خپلو څرګندونو کې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او وویل چې د افغانستان نه باید بهر ته هیڅډول ګواښ رامنځته نشي.
هغې په نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره د لا زیاتو مرستو کولو غږ وکړ.