جاپان د افغانستان سره ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي
جاپان د جي شل په سرمشریزه کې د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ
جاپان د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي.
جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان سره به د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د جي شل ډلې په سرمشریزه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ.
هغه وویل چې دا مرستې به د مرستندویه ټولنو په واسطه د افغانستان خلکو ته ورسوي. ددې مرستو نه موخه د افغانستان د خلکو سره چې چې د جدي بحران سره لاس او ګریوان دي مرسته کول دي.
هغه د تیرې جمعې پر ورځ د افغانستان د کندوز په ولایت کې پر جومات خونړی برید په کلکو ټکو وغنده او وویل چې جاپان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه چې د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده هر ډول مرستې او همکارۍ چمتو دی.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د هر اړخیز او ټولشموله حکومت د جوړولو په صورت کې به ددې هیواد د بیارغونې په خاطر مرستې راماتې شي.