په امریکا کې یوې الوتکې سقوط وکړ

د امریکا متحده ایالتونو په کالیفورونیا ایالت کې یوې الوتکې سقوط وکړ.

1718188
په امریکا کې یوې الوتکې سقوط وکړ

 

د کالیفورونیا ایالت مسئولینو ویلي دي‌ چې دا  دا الوتکه د کالیفورونیا ایالت اړوند د سانتي په سیمه کې د سن دیاګو ښار ته نږدې په کورونو لویدلې ده .

پدې پیښه کې لږ تر لږه دوو کورونه سوځیدلي‌ دي. د الوتکې د سقوط نه وروسته کورونو اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د یاد شوي‌ ښار د اور وژنې ډلې ویلي‌ دي‌ چې د ژغورنې او پلټنو په ترڅ کې د دوو تنو مړي‌ چې سوځیدلي‌ وو موندلي‌ دي . همداشان پدې پيښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

الوتکه د امریکا د یو پي‌ اس کارګو شرکت اړوند وه. پدې پيښه کې د یاد شوي‌ کارګو شرکت یو تن چارواکي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یو پي‌ اس شرکت ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره پدې پيښه کې زمونږ یو تن چارواکي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه