په جاپان کې زلزلې په لسګونو تنه ټپیان کړل
په جاپان کې تیره ورځ د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۹ په لویوالي سره د رامنځته شوې زلزلې له امله په لسګونو تنه ټپیان شوي دي.
د جاپان د مقاماتو په وینا ددې زلزلې مرکز د پلازمینې توکیو ګاونډی ایالت چیبا دی. ددې زلزلې له امله د کانټو په سیمه کې ښاري ټرانسپورت فلج سره مخامخ شوی وو.
د ویلو ده چې د توکیو د اداچي په سیمه کې یو مساپروړونکي ریل ګاډي د زلزلې پر مهال بیړني حالاتو د بریک په نیولو سره ریل ګاډی د پټلۍ نه خارج شو.
همداشان د اداچي په سیمه کې د یو ښوونځي د سپورت صالون د شپې په اوږدو کې د ځنډول شوو ریل ګاډو د سفرونو له امله په لاره کې د پاتې شوو کسانو لپاره پرانیستل شو. په سلګونو تنو شپه دلته تیره کړه.
په جاپان کې د زلزلې له امله ۳۳ تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.
د جاپان د چیبا په ایالت کې د تیرې ورځې د زلزلې په نتیجه کې په ښاري ټرانسپورت کې رامنځته شوو ستونزو نن هم دوام وکړ.
د یادولو وړ ده چې د جاپان د هوا پیژندنې اژانس چې د تیرې ورځې د زلزلې شدت ۶ عشاریه ۱ ښودلی وو نن يي دا رقم ۵ عشاریه ۹ ته راټیټ کړ.
یاد شوي اژانس ویلي دي پرونۍ زلزله چې د چیبا ایالت يي لړزولی وو د مځکې لاندې د ۸۰ کیلومترۍ په ژورتیا سره رامنځته شوې وه.