د روسیې د پلازمینې مسکو نږدې یوې چورلکې سقوط وکړ.
په روسیه کې چورلکې سقوط وکړ
1714175
د روسیې د پلازمینې مسکو نږدې یوې چورلکې سقوط وکړ.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې د روبین سن ۴۴ ډوله یوې ملکي چورلکې د پلازمینې مسکو ترڅنګ لیتکارینا د ښار په یو ځنګل کې لویدلې ده .
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د لومړنیو تحقیقاتو له مخې چورلکه د تخنیکي ستونزې او د پیلوټ د خطا په نتیجه کې لویدلې ده .
د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.