په فرانسه کې پر مسلمانانو د هرې ورځې په تیریدو د لا زیات محدودیتونه لګول کیږي

فرانسې د تیر کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د جوماتونو په اړه د روانو څیړونو او تفتیش په لړ کې یوه دریمه برخه جوماتونو تړلي‌ دي.

1712757
په فرانسه کې پر مسلمانانو د هرې ورځې په تیریدو د لا زیات محدودیتونه لګول کیږي

 

فرانسې پدې موخه کې ۸۹ جومانونو په اړه تفتیش کړی دی چې یوه دریمه برخه يي ورته تړلي‌ دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لی فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې مخکې ددینه چې  بیلتون غوښتنې قانون نافذ شي  د تندلارو ۶۵۰ مکانونه مو وتړل او  ۲۴ زره مکانونه د پولیسو لخوا تفتیش او کنټرول شول.

د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د هغه ۸۹ جوماتونو په اړه چې  د تند لارو د شتون په اړه پکې ادعاء شوې وه تفتیش او کنټرول ترسره شوی دی چې ددوې د جمع نه مو یو دریمه برخه جوماتونه د تندلارۍ ته د خلکو د تشویقولو له امله تړلي‌ دي.

هغه وویل چې په شپږو نورو سیمو کې مو هم د ۶ جوماتونو د تړولو چارې پيل کړي‌ دي.

همداشان د ستراسبورګ په ښار کې د اسلامي‌ ټولنې د ملي لید د ټولنې اړوند د ایوب سلطان په نامه د جومات ساختماني‌ چارې د ښاروالۍ لخوا د اجازې د ترلاسه کولو سره سره درولي‌ دي.

همداشان تر ننه پورې مو د مسلمانانو اړوند ۵ ټولنې چې په سیاست کې دخیلې وې تړلي‌ دي.

همداشان نوی قانون چې مونږ ته لا زیات صلاحیت او فرصتونه راکړي‌ دي‌ د اکتوبر تر ۴ مې نیټې به ۱۰ نورې ټولنې هم وتړو.

هغه وویل چې د نوي‌ قانون له مخې د ۲۰۵ ټولنو بانکي‌ حسابونه کنګل کړي‌ دي او دوه تنه ملا امامان مو ډیپورت کړي‌ دي.

هغه وویل هغه څوک چې غواړي‌ پر مونږ وحشت او ترهګري‌ تحمیل کړي‌  د هغوې په منځ کې به وحشت او ترهګري‌ خپره کړه.

هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ کال نه په اعتبار سره به د بهر نه ملا امامانو ته فرانسې ته د راتګ اجازه ورنکړو. همداشان ټولو والیانو ته مو هدایت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳ کال نه وروسته په فرانسه کې د هغه ملا امامانو چې د بهر نه راغلي‌ دي‌ اقامتونه او ویزې تمدید نکړي.

هغه وویل چې ددې سربیره نه غواړي‌ د هغه بهرنیو وګړو چې د نشه يي‌ توکو د قاچاق او یا کورنۍ تاوتریخوالي‌ په تور تورن وي‌ اقامتونه تمدید کړو.



اړوند خبرونه