د فرانسې پخوانی ولسمشر په یو کال کورني‌ حپس محکوم شو

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي  د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ناقانونه مالي‌ سرچینو نه د استفادې له امله پړ وبلل شو.

1712779
د فرانسې پخوانی ولسمشر په یو کال کورني‌ حپس محکوم شو

 

د پاریس عدلي‌ محکمې د سرکوزي‌ د دعوا په اړه چې د مې د ۲۰  نيټې نه راپدیخوا دوام درلود نهايي پریکړه وکړه. محکمې پخوانی ولسمشر سرکوزي‌ د ۲۰۱۲ کال په ټولټاکنو کې د ناقانونه مالي‌ سرچینو نه د استفادې په تور تورن کړ.

محکمې ویلي‌ دي‌ چې سرکوزي‌ د ولسمشرۍ په ټاکنیزو کمپاین باندې د قانوني‌ سرحد یعنې ۱۶ میلیونه ۲۴۷ زره او ۵۰۹ ایرو نه ډیرې پیسې په مصرف رسولی دي. همداشان په همدې دعوا کې ۱۳ تنه نور هم  ګرم وبلل شول.

محکمې نیکولاس سرکوزي په ‌ یو کال  کورني‌ حپس باندې محکوم کړ.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي‌ د جون په میاشت کې په محکمه کې پر هغه لګیدلي‌ ټول تورونه رد کړي‌ وو.

همداشان سرکوزي‌ د مارچ په لومړۍ نیټه په اداري‌ فساد تورن شوی وو. همداشان هغه پدې دعوا کې په ۳ کاله بند محکوم شوی وو.



اړوند خبرونه