په اندونیزیا کې په زندان کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په اندونیزیا کې په زندان کې اورلګیدنې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه

1704242
په اندونیزیا کې په زندان کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اندونیزیا.jpeg

په اندونیزیا کې په زندان کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اندونیزیا  د امنیتي‌ مقاماتو په وینا  ددې هیواد د جاوا په ټاپو کې په زندان کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

اورلګیدنه د تنګیرنګ په زندان کې د جاګارتا نه بهر د جاوا په ټاپو کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي‌ اورلګیدنه د سهار په وختي‌ ساعتونو کې هله رامنځته شوه چې ډیری زندانیان ویده ول.

ویل کیږي‌ دا اورلګیدنه د زندان په هغه برخه کې چې ډیری پکې د نشه يي‌ توکو د قاچاق په تور نیول شوي‌ زندانیان ساتل کیدل رامنځته شوې ده .

د اور وژنې ډلو د اور د مړولو نه وروسته د زندان ددې برخې نه زندانیان تخلیه کړل.

د جاګارتا د پولیسو مشر فاضل عمرن خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې ۴۱ تنه زندانیانو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې د ۸ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

هغه وویل چې د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او د معلولو په خاطر یي تحقیقات پيل شوي‌ دي. ګمان کیږي‌ چې دا اورلګیدنه د برښنا د شارټۍ په نتیجه کې رامنځته شوي‌ وي.

هغه زیاته کړه چې پخپله يي د پيښې د ځای نه لیدنه کړې ده . داسې ښکاري چې دا پیښه د یو ساکټ د شارتۍ په نتیجه کې رامنځته شوي‌ وي.



اړوند خبرونه