امریکا بهرنیو چارو وزیر : طالبان باید خپلو ژمنو عملي‌ کولو ته اړ ویستل شي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن وویل چې  طالبان  د امریکا لخوا د په رسمیت پیژندو په خاطر باید کړې ژمنې پر ځای کړي.

1704855
امریکا بهرنیو چارو وزیر : طالبان باید خپلو ژمنو عملي‌ کولو ته اړ ویستل شي

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن دا څرګندونې د افغانستان په اړه د  ۲۰ هیوادونو په ګډون د ویدیو کنفرانس له لارې  جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه د طالبانو لخوا اعلان شوي‌ نوي‌ سرپرست حکومت په اړه هم څرکندونې وکړې.

هغه وویل چې د طالبانو موقتي‌ حکومت او یا نهايي جوړیدونکی حکومت  به د هیواد نه بهرنیو وګړو او هغه افغانانو ته چې ویزې لري‌ بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړي. طالبانو پدې اړه ژمنه کړې او مونږ ټول باید دوې مجبور کړو چې خپلې ژمنې عملي‌ کړي.

هغه د طالبانو د په رسمیت پیژندو په اړه وویل چې " طالبانو په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دي. خو طالبان باید دا مشروعیت او نړۍوال ملاتړ د خپلو مثبتو کړنو سره ترلاسه کړي. خو زمونږ په اند په لنډه موده کې نشي‌ کولې چې مشروعیت او ملاتړ ترلاسه کړي.

د نړۍوال مشروعیت او ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یواځې خبرې کافي‌ ندي. عمل او اجراعات مهم دي. دا خبره به د وخت په تیریدو سره معلومه شي.

هغه وویل چې د طالبانو لخوا اعلان شوی حکومت  د پراخ بڼسټۍ او ټولشمولۍ په امتحان کې ناکامه شو. هغه وویل چې د طالبانو لخوا د اعلان شوي‌ کابینې د غړیو  ماضي  زمونږ لپاره د اندیښنه وړ ده. همداشان په کابینه کې ښځو ته د ونډې نه ورکول بله مهمه تشه ده.



اړوند خبرونه