سویلي کوریا د سمندر نه مځکې ته بالستیک توغندی وازمایه
سویلي کوریا د لومړي ځل لپاره د سمندر نه مځکې ته منځ واټنه بالستیک توغندی جوړ او په بریالیتوب وازمایه.
1703945
د سویلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې ویلي دي چې سویلي کوریا تیره اونۍ د سمندر نه مځکې ته بالستیک توغندی د یو تحت البحري کښتۍ نه په بریالیتوب سره وازمایه.
په خبر کې راغلي دي چې د سویلي کوریا د دفاعي پراختیا اژانس دا توغندی د یو تحت البحري کښتۍ نه چې د شپږو توغندیو د توغولو توان لري ازمایښت کړی دی.
ویل کیږي دا توغندی هیونمو ۲ بي نومیږي او ۵۰۰ کیلومتره واټن لري. ویل کیږي دا توغندی به د لا زیاتو ازمایښتونو نه وروسته په تولیداتو پيل وشي.
سویلي کوریا د اوږدې مودې راهیسې د سمندر نه مځکې ته د بالستیک توغندیو د جوړولو په لټه کې وو. دا هیواد ددې توغندي د جوړولو سره د هغه ګوتې په شمیر د هیوادونو په کتار کې ځای ونیو چې دې تکنالوژۍ ته لاس رسی پيدا کوي.