امریکا د کانګرس غړی : طالبانو د امریکا ۶ مساپروړونکې الوتکې برمته کړي‌ دي

مک کول : طالبانو په مزار شریف کې د امریکا اړوند ۶ چارتر مساپروړونکې الوتکې برمته کړي‌ دي

1702922
امریکا د کانګرس غړی : طالبانو د امریکا ۶ مساپروړونکې الوتکې برمته کړي‌ دي

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یو تن غړي‌ د طالبانو لخوا  د امریکا اړوند ۶ چارتر مساپروړونکو  الوتکو  چې د امریکايي وګړو او امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د ویستو په خاطر مزار شریف ته تللې وې برمته  کولو ادعاء کړې ده.

هغه ویلي‌ دي‌ چې طالبان وايي تر کومه چې امریکا مونږ په کامله توګه په رسمیت ونه پیژني‌ امریکايي وګړو ته  به د افغانستان نه د وتو اجازه ورنکړو.

دا خبره د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د جمهوریت پلوو مشر مایکل مک کول کړې ده.

هغه   د طالبانو لخوا په مزار شریف کې د امریکا د ۶ چارتر الوتکو د برمته نیولو ادعا‌ء کړې ده. هغه وايي ترکومه چې امریکا  طالبان په رسمیت ونه پيژني‌ طالبان امریکايي وګړو او د هغوې افغان همکارانو ته د افغانستان نه د وتو اجازه نه ورکوي.

مک کول دا څرګندونې د فوکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. مک کول د هغه امریکايي وګړو چې تر اوسه پورې د افغانستان نه ویستل شوي‌ ندي‌ په اړه پوښتنې ځواب کړې او ارزونې وکړې.

هغه وویل چې امریکا د افغانستان نه د امریکايي‌ وګړو او افغان همکارانو د ویستو په خاطر ۶ چارتر الوتکې د مزار شریف هوايي ډګر ته استولي‌ دي. د تیرو دوه درې ورځو راهیسې نوموړو الوتکو ته  سره ددې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه  د پرواز اجازه ترلاسه کړې ده  د هوايي ډګر نه د پرواز اجازه نه ورکول کیږي.

هغه وویل چې دا مسئله په ټوله معنا  د برمته نیول کیدو په مسئلې د اوښتو په حال کې ده.

داسې ښکاري‌ تر څو چې امریکا طالبان په رسمیت ونه پیژني‌ نوموړو الوتکو ته به د پرواز اجازه ورنکړل شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د پاتو امریکايي وګړو شمیره د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اعلان شوو ارقامو نه په مراتو لوړه ده. امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو چې په افغانستان کې کیدای شي چې د سلو نه تر ۲۰۰ تنو پورې امریکايي‌ وګړي‌ پاتې وي‌ خو مک کول وايي چې  په افغانستان کې د پاتو امریکايي وګړو شمیره د اعلان شوي‌ شمیرې نه څو برابره لوړه ده.

د مزار شریف چارواکیو بیا ویلي‌ دي چې  دوی یواځې هغه کسانو او په ځانګړې توګه افغانانو  ته چې پاسپورت او ویزه نلري‌ د تلو اجازه نه ورکوي.



اړوند خبرونه