په نوي زیلاند کې په یو سواګریز مرکز کې برید شوی
د نوي زیلاند د اوکلنډ په ښار کې په یو سوداګریز مرکز کې پر خلکو د چړې برید شوی.
د اوکلنډ ښار پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ټپیان شوي دي او برید کوونکی هم د ۶۰ ثانیو په دننه کې د پولیسو لخوا له خپو وغورځول شو.
د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې جاسینډا آرډرن خبري رسنیو ته ویلي دي چې اوکلنډ په ښار کې یو تن برید کوونکي په یو سوداګریز مرکز کې پر خلکو د چړې سره برید وکړ چې په نتیجه کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.
هغې وویل چې برید کوونکی د ۶۰ ثانیو په دننه کې د پولیسو لخوا په ډزو د ویشتو سره له خپو وغورځول شوو او ووژل شو.
هغې وویل چې برید کوونکی د تیرو لسو کلونو راهیسې په نوي زیلاند کې میشت د سریلانکا د هیواد وګړی وو.هغه د تیرو ۵ کلونو راهیسې د داعش ترهګرې ډلې په اړه یو ډول لیوالتیا پیدا کړې وه.
هغې زیاته کړه چې برید کوونکي یو ډول کینه درلوده او په غلطه لار روان وو.
هغې د نوي زیلاند په خلکو غږ وکړ چې دا برید د کومې عقیدې پورې تړاو نلري. دا برید یواځې د یو تن لخوا ترسره شوی دی. جرم هم فردي دی. ددې جرم مسئولیت مونږ په کومې عقیدې اچولی نشو. ددې برید مسئول یواځې همدا برید کوونکی دی.
د ویلو ده چې د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵ مه نيټه د نوي زیلاند د کریستچرچ په ښار کې یو تن برید کوونکي په دوو جوماتونو برید وکړ چې په پایله کې ۵۱ تنه مړه او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.