د پنجشیر د نښتو او طالبانو لخوا د اعلانیدونکې حکومت په اړه د امریکا نظر
امریکا : د طالبانو لخوا جوړیدونکی نوی حکومت د ټاکل شوو معیارونو د پوره کولو نه وروسته کیدای شي چې په رسمیت وپیژنو
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا د طالبانو لخوا جوړیدونکی نوی حکومت یواځې د ټاکل شوو ځینو معیارونو د پوره کولو نه وروسته په رسمیت پیژندلی شي.
هغه د ټاکل شوو معیارونو په اړه څه ونه ویل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په ورځنۍ خبري غونده کې په افغانستان کې جوړیدونکي نوي حکومت د چارو او ددې هیواد د وروستي وضعیت په اړه پوښتنې ځواب کړې او ارزونې وکړې.
هغه وویل چې امریکا د کابل د هوايي دګر د له سره فعالولو په اړه د ترکیې او قطر سره په ګډه کار کوي.
د کابل د هوايي دګر فعالیدل او له سره پرانیستل کیدل د طالبانو په ګډون ټولو خواوو او نړۍوالې ټولنې په ګټه یو کار دی.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د افغانستان خلکو ته د لازمو مرستو د لیږولو او په خپل وخت ددې مرستو د رسیدو په خاطر د کابل د هوايي ډګر فعالیدل یوه لازمي خبره ده.
هغه پدې برخه کې د ترکیې او قطر د هلو ځلو نه مننه وکړه.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي په ورځنۍ خبري غونډه کې د افغانستان د پنجشیر په ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقامت د ډلې او طالبانو ترمنځه د روانو نښتو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د طالبانو په مقابل کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقامت نه ملاتړ وکړي او که نه ؟ داسې وویل ، امریکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت بشپړ کړی او سرته رسولی دی. هغه وویل چې پدې مسئله کې به امریکا مداخله ونکړي.
د بله پلوه د امریکا د ولسمشر جو بایدن مرستیالې کامالا هاریس د بحرین د ولیعهد شهزاده سلمان بن حمد بن عیسی الخلیفه او د کویټ د ولیعهد شهزاده میشل الاحمد الجابر الصباح سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د ولسمشر مرستیالې هاریس د بحرین او کويټ د ولیعهد شهزادګانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان نه د تخلیې په برخه کې د مرستې له امله مننه وکړه. همداشان وویل چې امریکا به ددې هیواد سره نږدې ملګرتیا او متحدوالي ته دوام ورکړي.