ملګري‌ ملتونه: د افغانستان سره هر څه ژر بیړنۍ بشري‌ مرستې ونشي‌ د جدي‌ بشري‌ ناورین سره به مخامخ شو

ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ

1701302
ملګري‌ ملتونه: د افغانستان سره هر څه ژر بیړنۍ بشري‌ مرستې ونشي‌ د جدي‌ بشري‌ ناورین سره به مخامخ شو

ملګروملتونو سازمان د روانې میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو خوراکي‌‌ توکو د ذخیرو د خلاصیدو  خبرداری ورکړ. ملګروملتونو سازمان ویلي دي‌ که چیرې بیړنۍ مرستې ترلاسه نکړي‌ پدې هیوا کې به ددوې د خوراکي توکو د مرستو پروګرام  د سکتې سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د  ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو  مسئول رامیز  الکباروف  چې د پلازمینې کابل نه د ویدیو کنفرانس له لارې په خبري‌ غونډه کې ګډون  کړی وو وویل چې د افغانستان یوه دریمه برخه نفوس د خوراکي‌ توکو د جدي‌ ستونزو سره مخامخ دي‌ او بیړنیو بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.

هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې زمونږ د خوراکي‌ توکو ذخیرې د سپټمبر تر وروستیو ورځو پورې پایته رسیږي  . د سپټمبر د وروستیو ورځو نه وروسته مونږ نشو کولای چې د چا سره د خوراکي‌ توکو مرسته وکړو.

هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د یو جدي‌ انساني‌ ناورین د مخنیوي‌ په خاطر باید ددې هیواد سره  بشري‌ مرستې دوام وکړي.

یواځې د خوراکي‌ مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو .

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ یو عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو بشري‌ مرستو یواځې ۳۹ سلنه يي ترلاسه کړي‌ او په خلکو ویشلي‌ دي.

هغه خبرداری ورکړ که چیرې دې هیواد ته په خپل وخت لازمې مرستې راونه رسیږي‌ کیدای شي‌ چې جدي‌ بشري‌ ناورین رامنځته شي.



اړوند خبرونه