جرمني : د افغانستان نه زمونږ د وګړو او د هغوې د افغان همکارانو د تخلیې عملیات پایته ورسیدل
د جرمني د افغانستان نه د خپلو وګړو ، پرسونل او د خپلو ځواکونو د افغان همکارانو د تخلیه کولو پروګرام بشپړ کړ.
د جرمني د دفاع وزیرې انا ګرټ کرامپ کارن باویر وویل چې ددوې پوځیانو د افغانستان نه د تخلیې عملیات بشپړ کړل.
هغې وویل چې د جرمني د پوځ اړوند د تخلیې د عملیاتو وروستۍ پوځي الوتکه پرون د ماښام په ساعتونو کې د اوزبیکستان پلازمینې تاشکند کې ښکته شوه.
هغې وویل چې جرمني پوځ د افغانستان نه ۵۳۴۷ تنه راویستي دي. همداشان پرون د چاودنې پر مهال هم د جرمني پوځ تخلیه کوونکي کسان په الوتکه کې سپرول چې وروسته د قومندان په امر الوتکې په ډیره بیړي سره الوتنه وکړه.
هغې وویل چې پرونیو چاودنو او بریدونه مونږ ته دا وښوده چې د کابل نه د تخلیې د عملیاتو د مودې غځول ناممکنه دي. په سیمه کې موجود وضعیت او د طالبانو لخوا د اګست د ۳۱ نیټې نه وروسته د تخلیې عملیاتو ته اجازه نه ورکولو دا خبره ناممکنه کړې ده.
هغې وویل چې په افغانستان کې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت کارکوونکي، ددې کارکوونکو د امنیت مسئول فدرال پولیس او د افغانستان نه د جرمني د وګړو او د هغوې د افغان همکارانو د تخلیې په ماموریت ګمارل شوي د جرمني ځواکونه ټول په بشپړه توګه د افغانستان نه وتلي دي او پدې ډول زمونږ د تخلیې عملیات سرته ورسیدل.