د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند یوې سو ۲۴ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند سو ۲۴ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ
1698697
د روسیې وسله والو ځواکونو د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې ددې هیواد یوه سو ۲۴ ډوله جنګي الوتکه د پیرم په سیمه کې لویدلې ده.
په بیان کې راغلي دي چې په الوتکه کې مهماتو شتون نه درلود. الوتکه د تخنیکي ستونزې د رغولو نه وروسته د امتحاني الوتنې پر مهال د پیرم د ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې ولویده.
پيلوټانو د الوتکې د لویدو پر مهال ځان د الوتکې نه په پراشوټ کې غورځولی دی.
د ویلو ده چې د اګست په ۱۷ مه نيټه هم په مسکو کې د روسیې یوې نقلیه پوځي الوتکې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط کړی وو چې له امله يي ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان د اګست په ۱۸ مه نيټه د روسیې یوې میګ ۲۹ ډوله جنګي الوتکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې پيلوټ ژوند د لاسه ورکړی وو.