امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو د وروستۍ نیټې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
امریکا : د اګست تر ۳۱ نیټې به د افغانستان نه خپل ټول سرتیري او ګړي وباسو
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري د افغانستان نه د خپل پرسونل، امریکايي وګړو او د امریکايی ځواکونو د افغان همکارانو د تخلیې په اړه معلومات ورکړل. د بله پلوه هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ولسمشر جو بایدن د دفاع وزارت توصیو په منلو سره د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو وروستۍ نیټې چې د اګست په ۳۱ مه نیټه پوره کیږي د نه غځولو پریکړه وکړه.
هغه وویل چې دم ګړۍ د افغانستان نه د ټولو امریکايي وګړو د تخلیې په خاطر د اګست په ۳۱ مه نیټه کې کوم بدلون نشته. دا نیټه نه غځول کیږي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په سلګونو تنه امریکايي وګړي هوايي ډګر ته راغلي دي. همداشان د کابل نه د تخلیې چارې دوام لري. د کابل نه تخلیه شوي کسان مختلفو هیوادونو ته انتقالیږي.
امریکا په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د تخلیې داسې ستر هوايي عملیات ترسره کوي.
مونږ د خپل وس او توانه پورې ددې هیواد نه تر ټولو د ډیرو امریکايي وګړو د تخلیه کولو هڅه کوو.
همداشان د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا کې هم د خلکو رش د پخوا په پرتله کم شوی دی.
هغه وویل چې دم ګړۍ مونږ هدایت د اګست تر ۳۱ مې نیټې د ټولو امریکايي وګړو تخلیې په اړه شوی دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم ولسمشر ته ویلي دي چې د اګست تر ۳۱ نیټې به د تخلیې چارې سرته ورسو. مونږ هم هڅه کوو چې تر ټاکل شوې نیټې د تخلیې چارې سرته ورسو.
د ویلو ده چې ځینو سرچینو ویلي دي چې د امریکا د استخباراتو مشر په مشرۍ یو هیت پرون په پلازمینه کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو هیئت سره لیدلي دي.
سره ددې چې طالبانو نن دا خبره رد کړه خو ډیر خبري رسنیو بیا ددې خبر پخلی کړی دی.
د بله پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن خبري غونډې ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به امریکا ته د کابل په هوايي ډګر کې د پاتې کیدو په خاطر ټاکلي مهلت نیټه وغځوي او که نه ؟ وویل ، نه ، مونږ به هغوې ته د اګست تر ۳۱ نیټې د کابل د هوايي ډګر نه د خپل وګړو د تخلیې په خاطر مهلت ورکړی دی او ددې نیټې نه وروسته به د کابل د هوايي ډګر امنیت مونږ پخپله په غاړه واخلو. مونږ به هغوې ته ددې نیټه نه وروسته اجازه ورنکړو چې نور افغانان د هیواد نه وباسي.